ملګرو ملتو: په افغانستان کې د بېوزلۍ د ډېرېدو خبرداری ورکوي

Your browser doesn’t support HTML5

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د افغانستان د ملیاردونو ډالرو کنګل کېدا به د دغه هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړي او ملیونونه نور افغانان به له لوږې او نېستۍ سره مخامخ کړي. په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازې دیبرا لاینز تېره شپه (پنجشنبه) د م. م. د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د روغتیا او د خوړو د امنیت په برخو کې افغانان فوري مرستو ته اړتیا لري. وروسته له دې چې طالبانو د اګست په ۱۵ کابل ونیوه له هیواده بهر د افغانستان د دولت نژدې ۱۰ ملیارد ډالره شتمني کنګل شوه. نور په دې راپور کې ووینئ.