په شلو کلونو کې د ناتو او امریکا له حضور پرته د افغانستان لومړنۍ ورځ

Your browser doesn’t support HTML5

د بهرنیو ځواکونو وروستي سرتیري تېره شپه له افغانستانه ووتل او په دې سره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد. اوس مهال د کابل هوايي ډګر په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دی. امریکايي چارواکو تېره شپه په واشنګتن کې د امریکا د تر ټولو اوږد ماموریت او په افغانستان کې د جګړې د پای اعلان وکړ.