بایډن: زموږ د ماموریت بشپړېدل د اګست تر ٣١ مه، طالبانو پورې اړه لري

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د اګسټ پر ۳۱ مه پای مومي. خو بایډن ویلي د امريکايانو او د دوی افغان همکارانو ويستل د طالبانو په همکارۍ پورې تړلې ده او کوم کسان چې غواړي له افغانستانه بهر شي دوی ته د هوايي ډګر ته د ننوتو اجازه ورکړي. که څه هم وړاندې ویل شوي وو چې ښايي د کابل په هوايي ډګر کې میشت بهرني ځواکونه خپل ماموریت له ټاکل شوې نېټې وغځوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ وویل امريکايان باید تر ټاکلې مودې دا عملیات بشپړ کړي. سپینه ماڼۍ وايي د اګست له ١٤ مې تر دې دمه ٧١٠٠٠ بهرنیان او د دوی افغان همکاران یې د کابل هوايي ډګر له لارې بهر ته ویستلي دي. خو لا هم د کابل د هوايي ډګر شاوخوا زرګونه نور کسان دغلته د ورننوتو په هیله پراته دي او هڅه کوي چې هوايي ډګر ته ننوځي.