ترکیه کې ۱،۶۰۰ غیر قانوني افغان پناه غوښتونکي نیول شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په تېرو دوه اوونیو کې ۱،۶۰۰ غیر قانوني افغان پناه غوښتونکي د ترکیې په وانت ولایت کې نیول شوي دي. دا افغان ځوانان چې نوي د ایران له پولې ترکیې ته اوښتي وايي د تاوتریخوالي زیاتوالي، په افغانستان کې د فقر او بې‌کارۍ او د طالبانو له وېرې یې هېواد پرېښی دی.