ارزګان ولایت کې له ۲۰۰۰ کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوه.
د ارزګان ولایت مرستیال والي نقیب الله عرفاني د یادې مرستې د وېش پر مهال ازادي راډيو ته وویل چې دا مرستې د جګړو له امله بې ځایه شویو او همداراز وچکالۍ ځپلو کورنیو سره کوي.
دي وايي: "دا د دوه زره کورنیو سره مرسته ده چې زر کورنۍ د مرکز ترینکوټ دي، پاتې زر کورنۍ د دهراود او ګېزاب ولسوالۍ څخه د بې ځايه شويو دي، دا مرسته د کونډو، یتیمانو، جګړه ځپلو او بې وزله کورنۍ سره کېږي، دا مرسته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاست له لوري ویشل کېږي چې نن يې لړۍ پیل شوه."
نوموړی وايي، یاده مرسته د افغانستان د بودجې څخه ورکول شوې چې د هرې کورنۍ سره د ۵ زره افغانیو په اندازه مرسته کېږي.
د ارزګان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسولین وايي، دغه ولایت کې تر ۱۲ زره زیاتې کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوي چې ډیری یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.