روسيه او طالبان: د افغانستان پر ځینو برخو د طالبانو ولکه په زیاتېدو ده

وسله وال طالبان

روسي چارواکي او طالبان ادعا کوي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دې ډلې ولکه ټینګول زیات شوي دي.

دا څرګندونې داسې وخت شوي چې د طالبانو یو هیئت پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۱۷مه) مسکو ته لاړ او له روسي چارواکو سره یې خبرې وکړې.

داسې ښکاري چې اوس روسیه لېواله ده، د افغانستان په اړه سیمه ییزو مسایلو کې نوره هم دخیله وي.

له یوې خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل روان دي، له بلې خوا په افغانستان کې د جګړې شدت زیات شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه (د چنګاښ ۱۸مه) اعلان وکړ چې د افغانستان او تاجکستان د سرحد ۸۵ فیصده برخه د طالبانو په کنټرول کې ده.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي و، د ډله ییز امنیت د تړون سازمان به د تشدد او پاروونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

په دغه سازمان کې روسیه، ازبیکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او ارمنستان شامل دي.

سرګي لاوروف نن د افغانستان د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه وکړه چې د یو بل پر وړاندې له زغمه کار واخلي.