افغان ولسمشر اشرف غني وایي، افغانستان د انتقال په یوه ډېره پیچلې مرحله کې دی، خو حکومت یې دا وړتیا لري چې وضعیت مدیریت کړي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټ) د کانونو د اوونۍ په مناسبت ارګ کې په یوه غونډه کې وکړې. .
نوموړي زیاته کړه: "وضعیت داسې دی چې د انتقال یوه ډېره پیچلې مرحله د ځمکې پر مخ رامنځته شوې چې نړیوال ځواکونه له شلو کلونو حضور وروسته په خیرسره بېرته خپلو هېوادونو ته ستنیږي، خو دا خاوره د مدیریت وړتیا لري."
ولسمشر غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړېدو ته نژدی شوی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د امریکا پوځي ماموریت د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېږي.
په دې اړه نور: جو بایډن: افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت به د اګسټ په ۳۱مه پای وموميله دې مخکې بایډن د دغه ماموریت د پای ته رسېدو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې وه.
دغه راز پنټاګون د تېرې سې شنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه یې د ځواکونو د وتلو بهیر په سلو کې نوي بشپړ شوی دی.
په عین حال کې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن هم پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) اعلان وکړ چې له افغانستانه یې اکثره پوځیان وتلي دي.
د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله وسله والو طالبانو هم د تاوتریخوالي په زیاتیدا سره په لسګونو ولسوالۍ نیولي دي.