روحاني: وېره شته چې د ایران ټولې برخې د کرونا له ۵مې څپې سره لاس و ګرېوان وي

ارشیف، ایران کې هغه روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کېږي.

د ایران ولسمشر، حسن روحاني خبرداری ورکړ چې احتمالاً به دغه هېواد د کرونا وبا له بلې څپې سره مخامخ شي.

ده ویلي، دا ځکه چې د ایران روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس ډېلټا بڼه چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي، په ایران کې د خپرېدو په حال کې ښکاري.

د ایران ولسمشر چې پرون شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه)د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې ملي ډلې په یوه غونډه کې حاضر و وویل، وېره شته چې د ایران ټولې برخې د کرونا ویروس له پنځمې څپې سره لاس و ګرېوان وي.

حسن روحاني له خلکو وغوښتل، د کرونا د هندۍ بڼې د مخنیوي لپاره د دوبي یا اوړي پر مهال له ډله ییزو مجلسونو ډډه وکړي.

حسن روحاني خبرداری ورکړ چې احتمالاً به ایران د کرونا وبا له بلې څپې سره مخامخ شي.

نوموړي وویل: "په تېرو اوونیو کې اعلان شوی و چې د ویروس ډېلټا بڼه له جنوبي او جنوب ختیځو سیمو هېواد ته داخله شوې او باید دقت وکړو چې دغه ویروس د هېواد منځ ته خپور نه شي. په ټول هېواد کې دا اندېښنه شته چې ښايي د کرونا ویروس له پنځمې څپې سره مخامخ شو، یعنې دا کار حتماً کېږي که دقت ونه کړو."

ایران د منځني ختیځ په هغو هېوادونو کې راځي چې د کرونا ویروس له خطر سره زیات مخامخ دی او په ټوله سیمه کې د کرونا ویروس لومړۍ څپې هم سخت ځپلی و.

په دې اړه نور: روحاني: ایران ښايي د کرونا له بلې څپې سره لاس ګرېوان وي

د ایران پلازمېنه تهران او څه باندې ۹۰ ښارونه د سرو سیمو په توګه اعلان شوي، معنی د خطر اندازه په کې لوړه ده.

لږ تر لږه ۷۰ فیصده دولتي کار کوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې له خپلو کورونو کار وکړي.

په دغو په نښه شوېو سیمو کې نور ځایونه لکه رستورانټونه، ورزشي سالونونه او سینماګانې تړل شوي دي.

ایراني چارواکو پرون شنبه وویل، د مخکنیو ۲۴ ساعتونو په نسبت د مړو شمېر ۱۱۱ زیات شوی دی.

د کرونا وبا له پیله په ایران کې په دې ویروس د ۸۴زره ۶۲۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده، خو انتقاد کوونکي په دې باور دي چې واقعي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.