د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

روحاني: ایران ښايي د کرونا له بلې څپې سره لاس ګرېوان وي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې هېواد یې ښايي د کرونا وبا له یوې بلې څپې سره لاس ګرېوان وي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس هندۍ بڼه په چټکۍ سره خپرېږي.

ولسمشر حسن روحاني دا څرګندونې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د کرونا پر ضد د مبارزې د ادارې له چارواکو سره په کتنه کې وکړې.

هغه وویل، دا وېره شته چې ایران د کرونا له پنځمې څپې سره لاس ګرېوان وي.

د ایران ولسمشر له خلکو وغوښتل چې د کرونا د نوې څپې، په تېره د هندۍ بڼې د مخنيوي لپاره د دوبي د رخصتیو سفرونه او غونډې وځنډوي.

XS
SM
MD
LG