واک ته د رییسي رسېدل به د کابل او تهران پر اړیکو څه اغېز ولري؟

ابراهیم رییسي

له ایرانه رارسیدلي رپوټونه وايي، ابراهیم رییسي اکثریت رای ترلاسه کړي او د بریا لورته روان دی.

په داسې حال کې چې د پرونیو انتخاباتو د رایو شمېر روان دی، چاراکو وویل چې نوموړي څه دپاسه ۶۲ په سلو کې رای ترلاسه کړي.

ابراهیم رییسي چې د ایران د قضایي نظام مشر پاتې شوی، یو تُندلاری سیاستوال دی.

د ازادي راډیو خبریال سلطان محمد سرور د مرکې په پیل کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی يوښتلی دی چې واک ته د ابراهیم رییسي رسېدل به د کابل او تهران په اړیکو څه اغېز ولري؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ستانکزي سره مرکه