د غور شهرک او تولک ولسوالیو بیا نیولو لپاره یو 'تجربه‌کار جنرال' ورولېږل شو

ارشیف، غور کې د افغان ځواکونو عملیات

د غور والي وايي له وسله‌والو طالبانو د شهرک او تولک ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره یو تجربه‌کار جنرال د پوځي عملیاتو د مشرۍ لپاره ورلېږل شوی دی.

عبدالظاهر فیض­زاده ازادي راډیو ته وویل، د جنرال نور الله قادري په نوم دغه پوځي مشر چې پرون دغه ولایت ته رسېدلی، کولای شي دغه ولسوالۍ بېرته تصفیه کړي.

ښاغلی فیضزاده زیاتوي: "موږ ته له کابله د سوق او ادارې د بهترۍ لپاره جنرال قادري چې مخکې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان او اوس د بګرامۍ فرقې قوماندان دی، د دفاع وزارت له‌خوا رالېږل شوی دی. له خلکو او حکومت سره ارتباطات ټینګ شوی او ډېر ژر به شهرک او تولک ولسوالۍ بېرته ونیول شي."

والي وايي دوی تېره اوونۍ د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د ساغر ولسوالۍ له مرکز څخه هم خپل پوځیان شاته کړي چې هغه ولسوالۍ به هم بېرته تصفیه شي.

د غور والي عبدالظاهر فیض­زاده زیاتوي چې په چهارسده، پسابند او لعل و سرجنګل ولسوالیو کې دا مهال جګړې روانې دي.