بدخشان کې لاریونونه دوام لري، د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ په پرله‌پسې ډول د شپږمې ورځې لپاره لاریون وکړ. د لاریون په لومړۍ ورځ، د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې پنځه تنه په‌کې ووژل شول او تر ۴۰ ډېر ټپیان شول. د قربانیانو کورنۍ اوس د پېښې د عاملینو د محاکمه کولو غوښتنه کوي.