د ازادي راډیو د زهرو کاروان په دې اوونۍ کې د نشه يي موادو په برخه کې د اوونۍ مهمو پېښو ته لنډه کتنه شوې ده.
په دې اړه یو راپور شته چې ملګري ملتونه وايي، تر کانونو وروسته نشه يي مواد د طالبانو دوهمه ستره مالي سرچينه ده.
په بل راپور کې به واورئ چې طبي ډاکټران وايي، ځينې کورنۍ ښځينه معتادينو ته اجازه نه ورکوي چې د درملنې لپاره په روغتون کې بستري شي.
همداراز يو بل راپور هم لرو چې د نشه يي موادو د زيانونو په اړه پر دېوالونو د رسامۍ کمپاين مخ پر بشپړېدو دی.
له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د لیکوالانو او شاعرانو د ونډې په اړه د ليکوال او څېړونکي ډاکټر رفیع الله نيازي سره مرکه شته.
د يوه معتاد خاطره او د پروګرام په پای کې ډرامه هم اورېدلای شئ.
دا پروګرام ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5