کابل ښار کې د هندي رېکشاوو له ګرځېدو، ځیني خوښ ځیني ناخوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم د کابل ښار مرکزي سيمو کې د هندي رېکشاوو په ګرځېدو محدوديت شته، خو له دې سره سره‌یې شمېر هره ورځ زیاتېږي. ځیني کابل مېشتي که څه هم هندي رېکشاوو کې تګ راتګ اقتصادي بولي، خو ځيني نور بيا وايي، ښار کې یې ګڼه ګوڼه زیاته کړې. د کابل ټرافیک ریاست بیا وايي، هندي رېکشاوو ته به نمبر پلېټ ورنه‌کړي.