ظفر قول اردو: بادغیس کې اته وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، بادغیس کې د افغان ځواکونو عملیات

د ۲۰۷ ظفر قول اردو په بادغیس ولایت کې په هوایي عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته د تلفاتو د اوښتو خبر ورکوي.

دې قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه عملیات پر طالبانو د جوند ولسوالۍ په دوو کلیو قندان او خوله‌توت کې ترسره شوي چې په نتیجه کې یې اته وسله‌وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د دښمن یو شمېر وسلې، مهمات او ۶ عرادې موټرسایکلونه هم له‌منځه وړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.