د امریکا ولسمشر جوبایډن د راین ایر هوايي شرکت د یوې مسافر وړونکې الوتکې د جبري کېنولو او د یوه خبریال د نیولو په خاطر د بلاروس حکومت غندلی.
بایډن په یوه بیان کې چې پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳مه) ناوخته خپور شو وویل، د بلاروس دا اقدام چې یوه مسافر وړونکې الوتکه یې چې د اروپايي ټولنې د دوو غړو هېوادونو ترمنځ یې سفر کاوه په جبر سره کېناستو ته مجبوره کړه او بلاروسی خبریال یې ترې راکښته کړ، نړیوالو اصولو ته ښکاره سپکاوی دی.
بایډن دا اعلان پرون څو ساعته وروسته له هغه وکړ چې د اروپايي ټولنې مشرانو پر بلاروس د نوېو اقتصادي بندیزونو پر لګولو موافقه وکړه او د غړو هېوادونو د ملکي هوايي چلند پر شرکتونو یې غږ وکړ چې د ختیځې اروپا د دې هېواد پر فضا له تېرېدو ډډه وکړي.
د دې موافقې له مخې بلاروس هوايي شرکتونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د اروپايي ټولنې له هوايي ډګرونو او هوايي حریمه کار واخلي.
د بلاروس پر وړاندې د امریکا او اروپايي ټولنې غوسه وروسته له هغه وپارېده چې د دې هېواد چارواکو د راین ایر د هوايي شرکت الوتکه چې له یونانه لېتوانیا ته روانه وه، د بمي حملې د جعلي ګواښ په پلمه د یوې جنګي جټ الوتکه په وسیله د منسک هوايي ډګر ته راکښته کړه او د اپوزیسیون فعال او ژورنالېست رومان پراتاسیویچ یې توقیف کړ.