د اسراییل-حماس اوربند؛ لا د سرغړونو راپورونه نه دي ورکړل شوي

غزه

د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند نن د درېیمې ورځې لپاره ټینګ دی. تر اوسه دواړو لورو له دغه اوربنده چې د تیرې جمعې په ورځ د مصر په منځګړیتوب ترلاسه شوی، د سرغړونو راپورونه نه دي ورکړي.

نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) په غزه کې د دولتي ادارو فعالیت چې د مې له لسمې، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته ځنډول شوی و، بېرته پیل شوی او د اسراییل پولیسو هم ویلي چې په ختیځ بیت المقدس کې چې د الاقصی جومات شااوخوا د نښتو شاهد و، وضعیت ارام دی.

د رویټرز په وینا د اسراییل پولیسو نن هغه له ۱۲۰ زیات یهودان بدرګه کړل چې له دې ځایه یې لیدنه کوله.

د غزې په جګړه کې اسراییل ویلي چې په سلګونو هوایي بریدونو کې یې د سخت دریځو اهداف په نښه کړي او حماس نورو سخت دریځو هم څه باندې ۴۰۰۰ توغندي پر اسراییل ویشتي.

په نښتو کې له ۲۵۰ ډېر کسان چې زیاتره یې فلسطینیان دي وژل شوي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې لین هسټینګ ویلي چې د اټکل له مخې په غزه کې د هستوګنې د زرو کورونو یا اپارټمانونو په ګډون شااوخوا ۳۰۰۰ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوي دي.

د نوموړې په وینا د سیمه ییزو بنسټیزو شبکو د ویجاړېدو یا زیانمن کېدو له امله په غزه کې شااوخوا اته لکه کسان پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري.