له کندهار پوځې اډې د امریکايي پوځیانو وتل بشپړ شول

Your browser doesn’t support HTML5

افغان چارواکو ویلي، د افغانستان په جنوب کې د کندهار له پوځې اډې امریکايي ځواکونو وتل پای ته رسیدلې. د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا پوځي اډه په بشپړ ډول د افغانستان ملي اردو ته سپارل شوې ده. د کندهار پوځي اډه د امریکا د ځانګړو بې پیلوټه الوتکو د ناستې او الوت لوی مرکز و.