چارواکي: ۴ ولایتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په داسې حال کې چې جګړو په افغانستان کې زور اخیستی، چارواکي د هېواد په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۵۲ طالبانو د وژل کېدو او د ۳۵ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې په هوايي او توپچي حملو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

دې دفتر په یو جلا بیان کې په جلال اباد کې د داعش ډلې د دوو غړو د نیولو خبر هم ورکړی.

د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یو بیان کې وايي په میوند ولسوالۍ کې په هوايي حملو کې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور تپیان دي.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو د جوزجان ولایت په منګجیک ولسوالۍ کې په هوايي حملو کې د ۱۵ طالبانو د مړینې او د ۱۲ نورو د ټپي کېدو او همدا راز د بلخ ولایت په بلخ او نهر شاهي ولسوالیو کې د څلورو وسله والو مخالفینو د وژل کېدو او د ۶ نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن پر ټویټر په جلا بیانونو کې ادعا وکړه چې د میدان وردګو ولایت په سیدآباد او چک ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو ۴ پوستې یې له منځه وړي او ۳۷ سرتېري یې وژلي دي.

د جګړو له تودېدو سره د جګړې دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.