د افغانستان دفاع وزارت: تېر یوه شپه او ورځ کې ۱۸۱ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وایي، تېر یوه شپه او ورځ ۱۸۱ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ۸۷ نور یې ټپيان دي.

د دغه وزارت‌ مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته په یوه لېږلي پیغام کې وویل طالبانو ته زیاته مرګ‌ژوبله په هلمند کې اوښتې، خو په لغمان، غزني،کندهار، زابل، هرات او بغلان کې هم دا ډله د ده په خبره له ماتو سره مخ شوې.

ښاغلی امان زیاتوي: "بریدونه‌یې په ډېرو ځایونو په تېره بیا هلمند، لغمان، غزني او بغلان کې ځواب شول. په هلمند کې له ډېرې مرګ‌ژوبلې سره مخ شول. برید یې له ماتې سره مخ شو. په ټوله کې تېر ۲۴ ساعته ۱۸۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي."

امان زیاته کړې چې په هلمند کې د وژل شویو طالبانو ترمنځ د القاعده ډلې ۲۲ پاکستاني غړي هم شامل دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا د افغانستان دفاع وزارت له‌خوا د طالبانو د دومره شمېر د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړې او ویلي یې دي د دوی یوازې یو کس په هلمند کې وژل شوی.

احمدي ادعا کړې افغان پوځیانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې.