مسکو وایي د اوکراین په ختیځ کې یې لکونه کسانو ته تابعیت ورکړی

د اوکراین دونیتڅک یو شمېر مېرمنې او نارینه د خپلو روسي پاسپورټونو د ښوولو پر مهال

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وايي په تېرو دوو کلونو کې یې د اوکراین په ختیځ کې له ۵۲۷ زرو زیاتو کسانو ته د روسیې تابعیت ورکړی دی.

دا کسان د اوکراین په هغو سیمو کې اوسي چې د روسیې له ملاتړ برخه‌من جلا غوښتونکي په‌کې د دولت پر ضد جنګېږي.

د روسیې تاس خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې اړه راپور خپور کړی.

روسي چارواکو ویلي د ۴۰ فیصدو خلکو غوښتنلیکونه‌یې ځکه رد کړي چې محدودیتونه پرې لګېدلي یا روسیې ته نه‌شي ننوتلی.

د پارلمان مرستیال ویکتور وودولتسکي ویلي ښايي د کال تر پایه یو ملیونو اوکراینیانو ته نوي پاسپورټونه ورکړل شي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې د یادو سیمو خلکو ته د تابعیت د پروسې د اسانتیا په هدف یو فرمان هم ورکړی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د سیمې د لا زیاتې ناکرارۍ د هڅې په توګه د روسیې له‌خوا اوکراینیانو ته د تابعیت ورکولو موضوع تُند غبرګونونه پارولي دي.

اوکرایني چارواکو د دغه هېواد خلکو ته د روسیې له‌خوا د تابعیت ورکول یوه پوځي هڅه او د اوکراین د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بولي.

د روسیې د پوځ د لوی درستیز مرستیال دیمیتري کوزاک بیا تېره میاشت ان دا هم وویل چې امکان لري روسیه مجبوره شي په اوکراین کې د خپلو اتباعو دفاع وکړي.

د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف هم دا خبره تکرار کړې.

په ۲۰۱۴ کال کې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه د خپلې خاورې برخه وګرځوله هغه اقدام چې نړیوالې ټولنې وغانده او د روسیې د خاورې په توګه‌یې د کریمیا ټاپووزمې له رسمي پېژندنې ډډه وکړه.

له هغه وخت راهیسې د اوکراین ختیځې سیمې په تېره بیا دونیتڅک او لوهانسک ناکراره دي.

د اشغال شوې کریمیا ټاپووزمې هغه سیمې چې روسي سرتېري په‌کې مېشت دي.

روس پلوه بېلتون‌پالي د مسکو په پوځي ملاتړ او تجهیزاتو د اوکرایني عسکرو په وړاندې جنګېږي.

په دغو جګړو کې چې اووه کاله پرې تېر شوي له ۱۳ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

په دې وروستیو څو اوونیو کې هم روسیې د اوکراین له پولې سره پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړل او لسګونه زره عسکر یې ځای پر ځای کړل.