د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ اوکراین ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا دمتحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په پام کې لري چې د را روانې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کییف ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د اپرېل په دېرشمه په یوه بیان کې وویل چې ښاغلی بلېنکن به په لندن کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کې له ګډون وروسته اوکراین ته ولاړ شي.

بلېنکن به د دې سفر پر مهال له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، د بهرنیو چارو له وزیر دیمیترو کولېبا او د اوکراین د مدني ټولنو له استازو سره وګوري او د روسیې د روان یرغل پر وړاندې د اوکراین له ارضي تمامیت او ملي حاکمیت څخه د امریکا پر ملاتړ به ټینګار وکړي.

د یوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د یوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

بلېنکن به په اوکراین کې د بنسټونو د اصلاح په تېره د فساد د له منځه وړلو په برخه کې پرمختګ وهڅوي.

بلېنکن دا سفر داسې مهال کوي چې د روان کال له پیله د اوکراین په ختیځ کې د دولتي ځواکونو او روس پلوو بیلتونپالو ترمنځ نښتو زور اخیستی.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په جولای میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند له ټينګېدو سره-سره په تېرو څلورو میاشتو کې شااوخوا دېرش تنه اوکرایني پوځیان په دې سیمه کې وژل شوي دي.

د اوکراین پولو ته نژدې او د روسیې له خوا د اوکراین په اشغال شوې سیمه کریمیا کې په وروستیو څو اونیو کې د روسیې د پوځي حضور پیاوړي کېدلو په کییف او لویدیځ کې د دې کړکېچ د پراختیا اندېښنې وپارولې.

کریملین د لویدیځ دا اندېښنې بې ځایه بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له CBS نیوز سره په یوه مرکه کې چې سبا د مې په دوهمه نېټه به خپره شي ویلي دي چې متحدایالات د روسیې د دې اقداماتو په اهدافو نه پوهېږي.

د روسیې پوځ د اپرېل په ۲۹ مه نېټه ادعا وکړه چې تقریباً ټول ځواکونه یې په پراخو پوځي تطبیقاتو کې له ګډون وروسته بېرته دایمي اډو ته ستانه شوي.

امریکا او د ناټو نور غړي وايي، د روسیې دا اقدامات له ۲۰۱۴ کال راهیسې- چې روسیې کریمیا د خپل قلمرو جز وګرځوله او د اوکراین د ختیځ په دونېڅګ او لوهانسک سیمو کې یې د بېلتونپالو بې درېغه ملاتړ پیل کړ ساری نه لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG