جو بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

جو بایډن دا څرګندونې د القاعده شبکې د مشر، اسامه بدن لادن د وژل کېدو د لسم کال د پوره کېدو په مناسبت وکړې.

په هغه اعلامیه کې چې سپینې ماڼۍ پرون خپره کړې ولسمشر بایډن ویلي، په افغانستان کې د القاعده حضور تر پخوا خورا کم شوی دی.

هغه‌یې علت پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د حملو د اصلي طراح اسامه بن لادن وژنه او په افغانستان کې نږدې ۲۰ کلنه پوځي مبارزه وبلله.

جو بایډن ویلي: "موږ بن لادن د دوزخ تر دروازو تعقیب کړ او بالاخره مو ترلاسه کړ."

د امریکا ولسمشر ویلي موږ له هغو کسانو سره چې د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې یې عزیزان وژل شوي، ژمنه کړې وه چې د دوی وژل شوي عزیزان به مو هېر نه‌شي.

ده ویلي امریکا به، پر خپله خاوره د کومې بلې حملې د مخنیوي او د امریکايي وګړو د خوندیتوب لپاره په خپل تعهد کې هېڅکله زړه نا زړه نه‌شي.

ولسمشر بایډن ویلي د همدغو هڅو له کبله امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوي او له افغانستانه خپل سرتېري باسي.