ازادي راډیو ریس د خپلو وژل شویو همکارانو درېیم تلین یادوي

Your browser doesn’t support HTML5

درې کاله وړاندې د ۱۳۹۷ لمریز کال د غوایه لسمه د افغان رسنیو لپاره توره ورځ وه. په دې ورځ د کابل شش درک سېمه کې یو ځانمرګي برید ۹ تنه خبریالان ووژل چې درې تنه یې د ازادي راډیو همکاران وو. دا خبریالان سیمې ته د یو چاودنې وروسته خبري پوښښ پسې تللي وو چې د دویېمه چاودنه پرې وشوه. ازادي راډیو د خپلو وژل شویو همکارانو درېیم تلین داسې مهال پرځای کوي چې افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې ننګونې له پخوا زیاتې شوې دي. په دې مناسبت د ازادي راډیو د ریس قادر حبیب پیغام دلته کتلی شئ.