پکتیا کې بیا د کرکټ بورډ پرضد لاریونونه شوي

پکتیا کې د کرکټ پر ضد لاریون

نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې ګڼو مدني فعالانو، ځوانانو او د کرکټ لوبې لوبغاړو د کرکټ بورډ پر ضد یو ځل بیا لاريون وکړ.

دوی وایي، کرکټ بورډ لا هم د دوی پوښتنو او غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او که یې غږ وا نه ورېدل شي، د کرکټ بورډ مرکزي دفتر به هم وتړي.

لاریونوال وایي، د شااوخوا ۶ کلونو په تېرېدو لا هم ګردېز کې د کرکټ لوبې معیاري لوبغالی نه دی جوړ شوی او د دې ولایت لوبغاړي له معیاري اکاډمۍ بې برخې دي.

د کرکټ لوبې تبصره کوونکي حقمل مسعودزي او د ځوانانو پارلمان غړي احمد الله احمدي رسنیو ته وویل چې دې ولايت کې په نشت حساب جوړ شوي لوبغالي کې هم لسګونه میلیونه افغانۍ مالي فساد شوی او له چارواکو یې د سپیناوي غوښتنه کوي.

دوی وایي، کرکټ بورډ یوازې په هوار میدان غیر منظم شین چمن کرلی او د لوبغاړو، مېلمنو او ننداره کوونکو لپاره هېڅ اسانتیاوې نه دي رغول شوي.

د یادونې وړ ده چې دغو لاریون کوونکو له دې وړاندې هم د یوه رسنیز کنفرانس پرمهال پکتیا کې د کرکټ ولایتي دفتر د اعتراض په توګه تړلی و.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ نظر واخلي، خو بریالۍ نه شوه.