د خوست په ګلان کمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پخوا په شان د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کمپ ته ولېږدول شي او په دې ځای کې دې ورته ویشل کېږي.
دوی زیاتوي، تر اوسه ورته اسناد نه دي جوړ شوي چې له کبله يې له خوست ښار لېرې یوې او بلې سیمې ته ډاډمن تګ راتګ نه شي کولای.
د شمالي وزیرستان لټکو مچه اوسیدونکي ازاد خان ازادي راډیو ته وویل، دی د خوراکي توکو د مرستې په وېش کې له اړوندې انجیو سره دنده لري، خو د مرستو د ویش له پیل تر پایه یوازې د ده درې یا درې نیم زره افغانۍ په خوراک او کرایه لګښت کېږي.
دی زیاتوي، که د ګربزو له وړو کلي د مرستو وېش ګلان کمپ ته ولېږدول شي، یو به خلک له کرایو او خرڅو خلاص شي او بل لوري ته به په کې یو شمېر خلکو ته د لاس مزدوري پیدا شي.
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو یوه مهمه ستونزه دا ده چې دوی ته کارتونه او اسناد نه دي ورکړل شوي چې له کبله يې نه شي کولای یوې –بلې سیمې ته تګ راتګ او یا کاروبار وکړي.
د دوی یو تن قومي مشر ملک ایمار خان وايي، پاکستان لکونه افغان کډوال دي، خو مهاجر کارتونه لري، عادي یو بل ځای ته تللی شي، خو دوی په خپلو شناختیانو د خوست ښار تر مټه چینې پورې هم نه شي تللی.
دی وايي، که افغان حکومت مو وروڼه ګڼي، نو موږ ته دې هم کارتونه راکړي چې خپلو ضرورتونو او کارونو پسې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تګ راتګ وکړای شو.
خوست کې وزیرستاني کډوال وايي مهاجر کارتونه دې راجوړ شي څو ډاډه کاروبار وکړو
د ګلان کمپ په څو ځایونو کې د 'NRC' په نوم د ناروې هېواد یوې موسسې له شپږو کلونو راهیسې ښوونځي درلودل چې تر پنځم ټولګي پورې نجونو او هلکانو په کې زده کړې کولې چې د مارچ په ۳۱مه يې قرارداد ختم شو.
د دې ښوونځیو یو تن ښوونکی مولانا محب الرحمان غوښتنه کوي، چې یاد ښوونځي بېرته فعال شي: "دغه مکتبونه دې موږ ته بېرته فعال شي، ښوونکو ته دې معاشونه هم بېرته حواله شي، موږ پخوا د ښوونکو د کمښت ستونزه یاده کړې وه چې ډېرو ښوونکو ته اړتیا ده، خو اوس مطلق ختم شول، د ښوونکو معاش دې هم لوړ شي، قراردادونه دې وشي او دا ښوونځي دې فعال شي. "
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو یو بل مشکل چې تل يې یادونه کړې، هغه د غلام خان په لاره دوی ته د اړتیا پر مهال د تګ راتګ اجازې ورکول دي.
قومي مشر حاجي عبدالله نور وايي: "دا د غلام خان او میرانشاه لاره ده، خصوصاً د صفري نقطې سیمه، په دې ځای مو څو ځلي مشرانو سره غونډې وکړې چې مساپرو، بیمارانو او د مړو لېږد ته لاره راکړئ، خو هغه د ځینو خلکو له لاسه دا لاره خرابوي او انټري نه راته کوي، دې خوا هر شی په مصیبت کې دي، له دې سړک چې موږ ګټه نه اخلو، نو موږ ته څه فایده لري، ټول کډوال خو لارۍ نه لري، موږ له دواړو ملکونو خواست دی چې هغه خلک له دې لارې لېرې کړي چې پیسې غواړي، که نه يې لېرې کوي، نو دوی مجبور دي، چې په سړک کې خیمې ودروي. "
بل خوا د خوست چارواکي وايي، د دوی ټوله هڅه دا ده هغه موسسې او ادارې چې کډوالو برخه کې کار کوي، وهڅوي چې د کډوالو د اړتیا سره سم مرستې ورسره وکړي چې مرکزي حکومته مرستې راجلب شوي او دوی ته ورکړل شوي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل، په ټوله کې مرستې کمې شوي ځکه چې اوس د UNHCR دفتر له خوسته کابل ته انتقال شوی، خو استازی يې شته چې وخت په وخت ورسره ضرورتونه شریک کیږي.
نوموړي زیاته په بېلابېلو وختونو کې د UNHCR یا د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنری او د نړیوال خوراکي پروګرام له مسؤلینو سره ناستې شوې، څو په مرستو کې زیاتوالۍ راشي او دې هڅو نتیجه ورکړې او کډوال ورڅخه برخمن شوي دي.
د چارواکو په وینا په خوست کې ۷۴۹۰ بایو مټریک شوې کورنۍ وې چې دې وروستیو کې نړیوال خوراکي پروګرام WFP ۲۴۰ نورې کورنۍ هم بایومټریک او یادو ارقامو ته ور زیاتې کړې.
دوی وايي، د غیر بایومټریک کورنیو دقیقه احصائیه نشته، خو ممکن له ۲۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې داسې کورنۍ وي، چې بایومټریک نه دي او مرستې ورسره نه کېږي.