قطري شهزادګۍ د نړۍ لوړې څوکې ته د ختلو نیت لري

Your browser doesn’t support HTML5

د قطر د شاهي کورنۍ لور شیخه اسما الثانی له څه مودې راهیسې د غره ختلو چاره پیل کړې. اوس غواړي په ایوریست غره کې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وخیژي. دې ځکه دغه خطرناک سفر ته ملاتړلې چې په خبره یې نورو نجونو ته ووایي چې د بریالیتوب لوړو ته د ختلو لپاره هیڅ څه خنډ نه شي جوړېدای. یوازې ۲۰۱۹ کال کې یولس غره ختونکي د ایوریست څوکې ته د ختلو پر مهال مړه شوي دي.