د لوګر په امنیه قوماندانۍ توغندي توغول شوي

ارشیف، لوګر کې د یوې پېښې په سیمه کې راټول شوي پولیس

د لوګر په امنیه قوماندانۍ پنځه توغندي توغول شوي.

د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي وایي چې نن له غرمې وروسته د مرکز اړوند له یوې سیمې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ په قرارګاه او ودانۍ د (بي اېم یک) پنځه توغندي توغول شوي چې یو یې په قرارګاه او څلور نور یې ودانۍ ته څېرمه لګېدلي دي.

حیدري وایي، د وسله‌والو طالبانو له لوري په توغول شویو دغه توغوندیو کې یو سرتېری ټپي شوی چې وروسته‌یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دی وایي، په دې برید کې نور مالي او ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.