د تخار د پولیسو امر د یوه قاتل د نیولو پر مهال ووژل شو

د افغانستان عمومي نقشه کې تخار ولایت

د تخار د پولیسو امر په تالقان ښار کې د یوه قاتل د نیولو پر مهال ووژل شو.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل، محمد ابراهیم دوراندېش تېره شپه د یوه قاتل د نیولو په مهال ووژل شو.

ښاغلی اسیر زیاتوي: "د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر تېره شپه ناوخته غوښتل چې د تالقان ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې یو مجرم ونیسي، د همدغه قاتل له لوري پرې ډزې وشوې او په نتیجه کې یې ووژل شو."

قاتل وروسته د پولیسو په ځوابي ډزو ووژل شو.