د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د اشرف غني پیغام: طالبان دې اوربند وکړي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او اوربند وکړي.

ښاغلی غني وايي: "پر طالبانو یو ځل بیا غږ کوم چې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنې ته چې دایمي اوربند دی، لبیک ووایي او د ناروا جګړې پر ځای د تلپاتې او با عزته سولې لپاره خپل نیت، اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړي."

ولسمشر غني په دې پیغام کې چې تېره شپه د ارګ په وېب‌پاڼه کې خپور شوی، دغه‌راز وویل چې له خپله اړخه هڅه کوي چې د ضروري اجماع، تدبیر او زغم له لارې دغه ناروا جګړه په اساسي توګه پای ته ورسوي.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د دې غوښتنې او دا چې ایا د روژې میاشتې په مناسبت اوربند اعلانوي یا تاوتریخوالی کموي، څه نه‌دي ویلي.