د اوبو کمښت د اندخوی کرنیزې ځمکې په شاړو بدلوي

Your browser doesn’t support HTML5

د فاریاب ولایت د اندخوی په څلورو ولسوالیو کې باغونه د ژورو څاګانو په اوبو خړوبېږي، ځکه د وچکالۍ له امله د دې ولسوالیو په ویالو کې اوبه نه‌شته. د اندخوی د باغ لرونکو او اوسېدونکو په خبره که چېرې دغه ستونزې ته پاملرنه ونه‌شي، د دوی ځمکې به شاړې شي.