ماینونه او ناچاودي توکي؛ "هره میاشت په منځني ډول د۱۲۰ افغانانو ژوند اخلي"

افغان چارواکي وايي، د ماینونو نه ډکې ساحې په کندهار، هلمند، لوګر، پروان، فراه، بادغیس، فاریاب، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې شته دي.

سره له دې چې مستقیمو جګړو د افغانستان ډېرو خلکو ته زیان رسولی، خو ماینونو او ناچاودو موادو هم ډېری خلک قرباني کړي دي.

د جګړو او ناامنیو دوام د دې لامل شوی چې له ماینونو ډکې ځمکې په بشپړه توګه پاکې نه شي.

دغه ځمکې اوس هم د خلکو ژوند ګواښي، یو له دغو کسانو چې د ماین چاودېدو یې د ژوند بڼه بدله کړې ۲۵ کلن داریوش دی، وايي: "زه چې ماشوم وم، د دهمزنګ یا ټلوېزیون پر غونډیو د رمو په څرولو بوخت وم، له ضد پرسونل ماین سره مخ شوم، یوه شېبه مې ورسره لوبې وکړې، ما ویل د لوبو سامان دی، شېبه وروسته وچاودېد چې دواړه سترګې او یو لاس یې را نه یوړ."

دغه سیمه چې داریوش یې معلول کړی، ممکن په افغانستان کې ډېری ورته سیمې هم وي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اپریل څلورمه د ماینونو له خطرونو څخه د پوهاوي او له ماین پاکۍ سره د مرستې، له نړیوالې ورځې سره برابره ده او افغانستان هغه هېواد دی چې د ماینونو له امله په کې خلک قرباني کېږي.

مسؤلین وايي، تېرو ۳۰ کلونو کې ۳۰۰۰ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې

د طبیعي پېښو پر وړاندې د اماده‎ګې د وزارت مسوولین وايي، سره له دې چې تېرو ۳۰ کلونو کې ۳۰۰۰ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې، خو اوس هم ۱۶۰۰ کیلو متره مربع ساحه شته چې ماینونه په‎کې کرل شوي دي.

د دوی په خبره په زر کیلومتره مربع ځمکه کې له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته ماینونه کرل شوي دي.

د دغه وزارت د ماین پاکۍ د عملیاتو د همغږۍ رئیس محمد شفیق یوسفي ازادي راډیو ته وویل، د ماینونو نه ډکې ساحې په کندهار، هلمند، لوګر، پروان، فراه، بادغیس، فاریاب، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې شته دي.

یوسفي زیاته کړه: "پر ملکيانو د لاسي بمونو حملې ډېرې شوي، په هره میاشت کې په اوسط ډول ۱۲۰ ملکيان د دغو ماینونو او ناچاودو موادو ښکار کېږي. له ۵۰ سلنې ډېر ېې په لاس جوړ شوي بمونه دي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په جنګي ساحو کې ځای پرځای شوي دي."

ښاغلي یوسفي زیاته کړه، پر لاس جوړ شوي ماینونه تر ډېره په نقلیه وسایطو کې ځای پرځای کېږي، سرګلولې یې ډېری ماشومان قرباني کوي، زیان رسوونکي دي.

د ده په خبره د دغه وزارت د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې ۱۵۰۰ ملکي کسان د دغو ماینونو او ناچاودو موادو د چاودېدو ښکار شوي چې ۳۰ سلنه یې مړه شوي دي.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې تېر یوه کال کې ۵۰۰۰ د پرسونل ضد، ۳۰۰ د وسایطو ضد او شااوخوا ۱۵۰ زره ناچاودي مهمات له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې په ترکیه کې پوځي کارپوه عمر صافي د ماینونو د ماین پاکولو چاره سخته او له لګښته ډله ګڼي.

محمد عمر صافی

د ده په باور دغه ماینونه نه یوازې دا چې خلک قرباني کوي بلکې ډېر اقتصادي زیانونه هم رسوي.

صافي زیاته کړه: "دا د افغانستان اقتصاد او امنیت ته یوه ستونزه ده، موږ تر ډېره د څارویو، شپنو او نورو کسانو شاهدان یو چې دې کار کې له منځه تللي. له ډېرو ځایونو څخه موږ ترې باید اقتصادي ګټې واخلو، ترې بې برخې شوي یو، ځکه چې ماینونه په کې وي."

که څه هم ماین پاکي او د ناچاودو موادو له منځه وړل، د نړیوالو سازمانونو په مرسته دوام لري، خو په وروستیو او په تیره ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې ځای پرځای کېدو، ستونزې ډېرې کړي دي.