خوست کې پر پوځي اډه د طالبانو راکټي برید به د دوحې تړون ته زیان ورسوي؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون غونډه

د خوست امنیتي چارواکي وايي، طالبانو پرون مازدیګر څلور بجې د خوست ښار جنوب ختیځه څنډه کې د بهرنیو ځواکونو په پوځي اډه راکټي حمله کړې ده.

د خوست امنیه قوماندان محمد داود امین ازادي راډيو ته وویل، دوه راکېټونه توغول شوي چې یو یې اډې ته نږدې په یو کور لګېدلی چې مالي زیان هم لري او بل‌یې په پټیو کې لګېدلی چې هېڅ زیان نه‌لري.

ښاغلی امین زیاتوي: "په کمپ حمله شوې ده، خو راکټونه په کمپ نه‌دي لګېدلي، بلکې دباندې لګېدلي، نور تلفات نه‌لري، خو کور ته مالي زیان اوښتی، اډې ته هېڅ مالي او ځاني زیان نه‌دی اوښتی."

د خوست امنیه قوماندان داوود امین

په ورته وخت کې د خوست ساتندويه ځواکونو (KPF) مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې هم د يادو توغنديو ويشتل تأييدوي او وایي طالبانو د دغه توغنديز بريد په کولو سره‌ د دوحې له تړون نه چې پر اساس به‌يې پر بهرنيو ځواکونو بريد نه‌کوي، سرغړونه کړې.

طالبانو رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د خوست ولایت مرکز اړوند زاړه هوايي میدان باندې چې ضربتیانو په نوم تر ټولو لوی مرکز دی، توغندي ویشلي.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې په دغه برید کې ګڼ مرګ‌ژوبله اوښتې، هغه څه چې افغان چارواکي یې نه‌مني.

د تېر میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو چې له مخې به‌یې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او طالبان به په دوی بریدونه نه‌کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د تړون غونډه

خو اوس پوښتنه دا ده چې د طالبانو دا راکټي حمله به د دوحې تړون ته زیان ورسوي کنه؟

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي وايي، دا چې په دې حمله کې مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې فکر نه‌کوي چې تړون ته دې زیان ورسوي.

ښاغلی عاصي وایي طالبانو دغه برید په صبري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو چې بهرنیانو یې ملاتړ کاوه د غچ اخیستنې په غبرګون کې کړی دی.

ښاغلی عاصي وايي: "له متقابلې او غچ اخیستونکې حملې وروسته تر اوسه نه امریکا او نه هم د افغانستان حکومت د تلفاتو په اړه څه ویلي دي، نو ځکه دغه موضوع له دوحې تړون سرغړونه نه‌شي بلل کېدای."

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تمیم عاصي

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خوست په صبریو، باک او ځاځي میدان ولسوالیو کې یې د حقاني شبکې ۱۷ تنه وژلي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې په وژل شویو کسانو کې د حقاني شبکې او طالبانو مهم غړي شامل دي.