د خوست والي: صبریو کې د طالبانو بم چاودنې یوه ښځه او یو ماشوم وژلي

ارشیف، خوست کې د یوې چاودنې سیمه کې ولاړ امبولانس

د خوست والي وايي په صبریو ولسوالۍ کې د طالبانو د بم په چاودنه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي.

مهمند کټوازي پرون یکشنبه دا خبره وروسته له هغه وکړه چې طالبانو او د صبریو ځینو اوسېدونکو افغان ځواکونه تورن کړي چې د عملیاتو پر مهال‌یې له ۲۰ زیات ملکیان وژلي دي.

ښاغلی کټوازی وايي: "د طالبانو د ګروپ یوه نفر خپله یو بم انتقالاوه په کور کې بم وچاودېد، متأسفانه یوه ښځه او یو ماشوم هم شهید شول. هغو رسنیو چې کوم عکسونه خپاره کړي یا یې فېسبوکونو ته پورته کړي هغه د دښمن په ګټه دي درست نه‌دي. هغه ټول د طالبانو مسلح قوتونه وو."

د خوست د صبریو د پېښې د وژل شویو کسانو عکسونه او وېډیوګانې په خواله رسنیو هم ډېر لاس په لاس کېږي او ګڼ غبرګونونه‌یې پارولي دي.

په تر ټولو تازه غبرګون کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په صبریو کې د افغان پوځیانو په عملیاتو کې د ده په خبره د ملکیانو مرګ‌ژوبله غندي او د دې ډول عملیاتو د بندولو غوښتنه کوي.