د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری: ډیموکراسي په ټوله نړۍ کې په شا روانه ده

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب

تمه ده چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر نن په نړۍ کې د ډیموکراسۍ او دیکتاتورۍ رژیمونو په اړه وینا وکړي او د دې دواړو یوه پرتله وکړي.

د ډامینیک راب دا وینا روېټرز اژانس ترلاسه کړې ده او ځیني مهم ټکي یې وار له مخه په یوه راپور کې رااخیستي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې خبرداری ورکړی چې ډیموکراسي په ټوله نړۍ کې په شا روانه ده او ښاغلی راب به په دې وینا کې هغه خطرونه هم بیان کړي چې استبدادي رژیمونه‌یې د نړۍ د ثبات او هوساینې لپاره رامنځته کوي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی راب به د متحده ایالاتو اسپن غونډې ته د وینا پر مهال د بریتانیا هغه بهرنۍ او دفاعي تګلاره هم روښانه کړي چې د سې شنبې په ورځ اعلان شوه.

ښاغلی راب به بهرنی سیاست داسې روښانه کړي چې یو ځل بیا به دا ژمنه وکړي چې په نړۍ کې د خیر ښېګڼې یو ځواک دی او دا به هم ووایي چې د نړۍ ډیموکراتیکي مؤسسې له سړې جګړې راوروسته چې په ۱۹۸۹ کال کې پای ته ورسېده، تر بل هر وخت تر ډېر ګواښ لاندې دي.

ارشیف، ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ جدول

روېټرز اژانس د ښاغلي راب د وینا ځینې برخې خپرې کړې دي چې په‌کې راغلي، ډیموکراسي په شا روانه ده.

راب به دا وړاندوینه هم وکړي چې په راتلونکې لسیزه کې به د استبدادي رژیمونو ګډ اقتصادي محصول د نړۍ تر ډیموکراسیو تېر شي.

د ښاغلي راب په وینا، استبداد به تر ازادۍ شتمن شي او دا دلته زموږ لپاره مهم دی ځکه چې باثباته ډیموکراسۍ چې ازادیو ته په‌کې درناوی وي، ډېر لږ په جګړو کې داخلېږي، ترهګرو ته ځای ورکوي یا د کډوالۍ او مهاجرتونو سبب کېږي.

همداراز له ډیموکراتیکو هېوادونو سره سوداګري اسانه ده او د ګډو ستونزو د هواري لپاره همکاري ورسره اسانه ده.

وروسته تر دې چې په ۲۰۱۶ م کال کې په بریتانیا کې ټول‌پوښتنه وشوه چې له اروپایي ټولنې به بېله شي، دغه هېواد هڅې پيل کړې دي چې په نړیوال سټېج نوې ونډه ولري او دا ژمنه‌یې وکړه چې له اروپایي ټولنې څخه چې وځي ښایي بریتانیا په ټوله نړۍ کې خپل نفوذ څرګند کړي او ډېره اقتصادي وده وکړي.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له بیرغونو د بریتانیا بیرغ جلا کول

د ښاغلي راب په وینا کې د بریتانیا د همدې ستراتېژۍ او هیلو بیان وشي او مهم ټکی یې دا دی چې بریتانیا غواړي په نړۍ کې د ډیموکراسیو د ملاتړ لپاره مخکښه واوسي.