سرچینه: د فاریاب المار ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې

ارشیف

نن پنجشنبه (د کب ۲۱مه) له غرمې مخکې د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې.

د دغه ولایت یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ۵۰ تنه امنیتي سرتېري له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په محاصره کې وو.

د سرچینې په وینا تېره ورځ د فاریاب له مرکز میمنې څخه سلګونه مرستندویه سرتېري المار ولسوالۍ ته تللي و څو له محاصره ځواکونو سره مرسته وکړي، خو په ټکو یې نه‌و توانېدلي او بېرته راستانه شوي وو.

تر اوسه حکومتي چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.