په پکتیا کې له تېرو دوو لسیزو وروسته هم لا د ښځو اړوند مدني ټولنې او بنسټونه نه دي تقویه شوي، څو دوی د نورو محرومو نجونو او مېرمنو مدني غږ شي او له بېلابېلو لارو اړونده ادارو او مسولینو ته خپلې ستونزې ورسوي.
سږ پکتیا کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ، په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم دې ولایت کې د ښځینه مدني فعالانو شمېر کم دی.
په دوی کې ډېرې کمې له ډېرو ستونزو وروسته حاضریږي چې رسنیو سره مرکې وکړي او د خپل او نورو نجونو او مېرمنو د ژوند په تړاو خبرې وکړي.
ډاکټر نازدانه له تېرو دوو لسیزو راهیسې پکتیا کې د نجونو او مېرمنو زده کړو او روغتیايي خدماتو ته د لاس رسي د حق لپاره غږ پورته کوي وایي، ډېرو سختو شرایطو کې مدني فعالیت کوي: "پکتیا کې رښتیا هم چې مدني فعالیتونه او د بشر د حقونو یا د ښځو مدافعانې ډېرې زیاتې کمې دي، یو کلتور ډېر حاکم دی چې نجونې نه شي کولی غږ پورته کړي او بل ناامني هم ده چې مېرمنې مدني فعالیتونه نه شي کولی."
نوشابه د پکتیا یوه بله اوسیدونکې ده چې اوس یې له دې ډګر سره مخه ښه کړې وایي، د مدني فعالیتونو پر مهال ځینې وخت د یو شمېر نارینه وو او په خپله ښځینه مدني فعالانو رواني ځورولې او همدا لامل دی چې دا او د دې په څېر نجونې په اسانۍ مدني فعالیتونو ته زړه نه شي ښه کولی.
نوشابه وايي: "موږ چې کله مدني فعالیتونه پیل کړل، د مسولو ادارو له خوا مو ملاتړ ونه شو، بل یو شمېر مدني فعالانې چې شخصي ګټې یې خطر کې راتلې، دوی ناسالمه سیالۍ پیل کړه، لږ څه د امنیت ستونزه هم وه نو ومې نه غوښتل چې ځان او کورنۍ ته مې ستونزې جوړې کړم."
په پکتیا کې په رسمي ډول ټولې ۲۲ مدني ټولنې ثبت دي چې په کې یوازې دوه د ښځو اړوند دي.
د دې ولایت د ښځینه مدني فعالانو په وینا یوازې د ګوتو په شمار مېرمنې او نجونې په مدني فعالیتونو کې ونډه اخلي.
د پکتیا د ښځو چارو رئیسه نسرین اوریاخېل هم مني چې ټولنیزو ستونزو او ناامنۍ د ښځو د مدني فعالیتونو پر وړاندې اساسي خنډونه دي، خو له مرکزي حکومته هم دې ولایت ته د کمې بود جې ورکړه او په دې ولایت کې د نړیوالو مرستندویه موسساتو له لوري د کمو پروګرامونو پلي کېدل هم مهم لاملونه بولي.
اغلې اوریاخېل زیاتوي: "پکتیا ولایت کې مدني فعالانې ډېرې کمې دي، د ګوتو په شمار دي، امنیتي مشکلات زښت ډېر دي، کلتوري ستونزې هم ډېر دي، نو تر اوسه کومه خاصه بودجه هم نشته او نه هم د ښځینه مدني فعالانو لپاره کومه پروژه راغلې ده."
په پکتیا کې په داسې حال کې له تېرو دوو لسیزو تیرېدو وروسته د نجونو او مېرمنو مدني بنسټونه کمزوري بلل کېږي چې د دې ولایت یو شمېر ښځینه مدني فعالانې د سولې له هوکړې وروسته خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي.
دوی وایي، داسې وېره شته چې په بین الافغاني خبرو پر مهال دوی له اوسنیو مدني حقونو څخه هم محرومې شي، هغه څه چې افغان چارواکو یې په بیا-بیا د ساتنې ډاډ ورکړی.