په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، د ټولنیزو فعالانو په ځانګړې توګه د خبریالانو په نښه کول خبریالان او د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) په یو تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځیې «۱۳۹۹ کال د کب ۲۱» خپور کړ، ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۳۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.
دغه فدراسیون په خپل راپور کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې سره ویلي چې دغه حالت د اندېښنې وړ دی او د وروستیو څو خبریالانو په نښه کول د یو شمېر رسنیو مدیران د ښځینه خبریالانو له استخدام څخه لاس په سر کړي دي.
د دې فدراسیون په راپور کې راغلي چې د سولې خبرو له پیل سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی نهدی درول شوی.
د دې فدراسیون د مشر انتوني بلانګر له قوله ویل شوي: "افغان حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره چې هره ورځ دوی له خطر سر مخ دي، کلک امنیتي تدابیر ونیسي، فدراسیون د وروستیو تاوتریخوالو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو پر وړاندې هدفي وژنو او دندو پرېښودو سخت اندېښمن کړی دی."
په همدې حال کې خبریاله خدیجه محمدي او خبریال کمال افغان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هره ورځ خبریالان په مرګ ګواښل کېږي، دا خپله د دې لامل کېږي چې د یو خبریال روح او فکر باندې منفي اعېز وکړي، کله چې د یو خبریال روح او روان په ښه وضعیت کې نهوي، دا خپله د نوموړي د کار په کیفیت خراب اغېز پرېباسي."
"که روان وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، موږ به د دې شاهدان یو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې، له هغې جملې د بیان ازادي چې یوه غوره لاسته راوړنه ده، له لاسه ورکړو."
په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي روان بد امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې په کور دننه او بهر له ۲۰ زیاتو خبریالانو خپلې دندې او ځایونه پرېښي.
دغه بنسټ وايي چې د دوی تازه سروې ښيي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې رسنۍ زیاتې شوي، خو د رسنیو د کارکوونکو په شمېر کې کموالی راغلی.
د نی اجرائیوي رئیس عبدالمجیب خلوتګر وايي چې د دوی سروې تر ډېره په پنځو ولایتونو متمرکزه وه.
نوموړي زیاته کړه: "په ننګرهار کې ۴۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، په هرات کې موږ په رسنیو کې د ښځو د کمرنګه حضور شاهدان یو، دا ښکاره کوي چې ډېری رسنۍ ښځینه کارکوونکې نهلري، په کندهار کې ۹۰ سلنه، په بلخ کې ۲۰ سلنه په رسنیو کې د ښځو حضور کم شوی، څلورو عمده ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو کموالي ته په پام سره په کابل کې بیا په رسنیو کې د ښځو حضور ۵ سلنه زیات شوی."
دی وايي چې افغانستان کې ۱۷ سلنه ښځینه خبریالانې په رسنیو کې کار کوي، خو د ټولو قربانیانو ۴۰ سلنه ښځینه خبریالانې جوړوي.
نوموړی وایي، دا شمېرې په ډاګه کوي چې تر ډېره حمله کوونکي ښځینه خبریالانې په نښه کوي.
نوموړی زیاتوي چې په تېر یوه کال کې پر رسنیو حملو کې بدلون راغلی، اوس تر ډېره د رسنیو کارکوونکي په انفرادي ډول په نښه کېږي.
ښاغلی خلوتګر وايي، امنیتي بنسټونه هم تر ډېره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته جدي پام نهکوي او هڅې کېږي چې دغه ډول دوسیې پټې او د کورنیو ستونزو نوم ورکړل شي.
خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې د خبریالانو ټولې دوسيې څېړل شوي، ډېرې کمې د انکشاف په پړاو کې دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین زیاتوي: "هغه ادعا چې نی کړې موږ یې بشپړه ردوو، د دې ادعا په اړه چې هر سند لري، موږ حاضر یو چې هغه وڅېړو، نی بنسټ په جریان کې دی چې ځیني قضایا، اخلاقي قضیې وې، موږ خپله د نی او ځینو خبریالانو په غوښتنه هغه ټولنیزې نهکړې، هغوی که وغواړي، ټول اسناد او شواهد شته موږ کولای شو د رسنیو په واک کې یې ورکړو."
وروستۍ شمېرې ښيي چې په وروستیو څو میاشتو کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ۴ یې مېرمنې وې.