پر کابل پوهنتون د برید یو شمېر کورنۍ که څه هم پر حکومت نیوکه کوي چې پر دې پوهنتون د شوي برید قضیه په ځنډ مخکې وړي، خو د پېښې د عاملانو لپاره بیا علني اعدام غواري.
د دغو قربانیانو له ډلې یو هم ۲۱کلن محمد راهد دی چې د روان کال د لړم په ۱۲ مه پر کابل پوهنتون د برید په پایله کې له خپلو۱۷ تنو نورو ټولګیوالو سره ووژل شو.
په دې حمله کې له ۴۰ زیات نور محصلان ټپیان شول. د وژل شوېو محصلانو یوازې۱۶ تنه یې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي محصلان وو.
د محمد راهد مور وحیدې شېزاد نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د زوی له وژل کېدو وروسته یې د حکومت پرېکړې ته په تمه ده، خو حکومت تر اوسه په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.
اغلې شېرزاد زیاته کړه: "باید عام محضر کې له کومې دروازې چې پوهنتون ته د حملې لپاره تللی و، همالته اعدام شوی وای، خو په خواشینۍ سره چې اوس هم د څو میاشتو په تېرېدو سره لا هم حکومت هېڅ اقدام نه دی کړی."
دا یوازې د راهد مور نه ده چې د خپل ۲۱ کلن زوی د قاتلانو د اعدام غوښتنه کوي، بلکې نصرت الله ترنک چې د کابل پوهنتون د عامه ادارې محصل دی وایي، دغه کسان باید په عام محضر کې اعدام شي.
Your browser doesn’t support HTML5
هغه چې د کابل پوهنتون پېښه کې سخت ټپي شوی و وايي، خپل هدف او هوډ څخه په شا شوی نه دی او زدهکړو ته به دوام ورکړي.
نوموړی د پېښې له عاملانو سره د سخت چلند غوښتنه کوي: "زما غوښتنه دا ده چې د پېښې عاملینو سره باید قانوني او جدي چلند وشي. چا چې زموږ د ټولګیوال ژوند اخېستی او زموږ ژوند یې نیمایې کړی باید ترې ژوند واخېستل شي. د قربانیانو زړه به تسکین کړي."
پر کابل پوهنتون د برید عاملانو ته د استېناف یوې محکمې هم د اعدام سزا تایید کړې ده.
د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم ازادي راډیو ته وویل، د عادل د اعدام حکم په بګرام زندان کې د تروریستي جرایمو د څېړنې د استېناف محکمې له خوا تایید شوی.
د کابل پوهنتون د تروریستي حملې عامل او طراح عادل چې په ارش او طلحه مشهور و، مخکې اړوندې ابتداییه محکمې په اعدام محکوم کړی و.
په دې اړه نور: پر کابل پوهنتون د برید پر عامل 'عادل' د اعدام حکم تایید شود افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، دا دوسیه به تر دې وروسته سترې محکمې ته ولېږل شي او د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د توشیح لپاره ولسمشر ته وړاندې کېږي.
د سترې محکمې ویاند ښاغلی قويم همدا راز وايي چې استېناف محکمې د عادل یو بل ملګری عبیدالله هم چې په حماد مشهور و، په نورو تروریستي جرمونو کې د لاس لرلو له کبله په اعدام محکوم کړی دی.
پر کابل پوهنتون د حملې پړه داعش ډلې منلې وه، خو افغان حکومت طالبان پر دې برید پړه وبلل، خو طالبانو دا تور رد کړی دی.