ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش یو غړی نیولی

په ننګرهار کې نیول شوی د داعش غړی

د ننګرهار چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو د داعش هغه غړی نیولی چې یوازې پرون شنبه (د کب ۹مه) یې په جلال اباد کې د یوولسو چاودنو تابیا کړې وه.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه د همدې نیول شوي کس انځور خپور کړی او ویلي یې دي، دې کس شپږ کړۍ ماینونه په یوې کراچۍ او پنځه نور یوه ګلدانۍ کې ځای پر ځای کړي وو.

امرخېل ویلي، نیول شوي کس غوښتل دغو ماینونو ته پرون د سرتیري د ملي ورځې په اوږدو کې چاودنه ورکړي چې د ده په خبره شپږ دا ماینونه شنډ شوي او پنځه یې امنیتي ځواکونو چوولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په جلال اباد ښار کې یوې چاودنې د ولایتي شورا غړی عبدالقهار قدیر ټپی کړی او یو ملکی کس یې وواژه.

د هغې چاودنې مسولیت چا لا نه دی منلی.