د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي، د سایبري امنیت پر قانون کار روان دی.
دغه وزارت که څه هم د سایبري قانون د جوړېدو خبر ورکوي، خو چې څه وخت به بشپړ شي لا هم معلومه نهده.
د دې وزارت وزیره معصومه خاوري وایي، د سایبري امنیت د قانون جوړېدو لپاره یو شمېر سروې ګانې او اساسي کارونه شوي ترڅو په دې برخه کې د بریدونو مخه ونیول شي.
اغلې خاوري چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۷» په کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکونې په پروګرام کې خبرې کولې، وویل: "تخنیکي سروې، د افغانستان د سایبري امنیت د ټیم پراختیا په اړه چې د سایبري بریدونو مخه ونیسي، بشپړه شوې ده."
اغلې خاوري له دې وړاندې ویلي و چې د سایبري قانون په تصویب سره به فعالیتونه قانوني بڼه غوره او د معلوماتي تکنالوژۍ نړیوال امکانات لکه له سایبري فضا، د ملي زېربناوو ساتنه، د دولتي او شخصي دیجیټلي معلوماتو محرمیت خوندي کولو او د هوایي امنیت او سایبري فضا خونديتوب او امنیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره به زمینه برابره شي.
سایبري امنیت د خپلو شخصي معلوماتو، د یوې ادارې یا هېواد محرمانه معلوماتو د ساتلو په معنی دی.
که د یو شخص یا ادارې سایبري امنیت پیاوړی وي، نو د تخنیکي ستونزو سره خپل معلومات بیا ځلي ترلاسه او د بهرنیو سایبري حملو مخه په اسانه نیول کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دا هم وویل چې ټول هېواد کې ۶ زره کیلو مټره د فایبر نوري شبکه غځول شوې چې ۵،۵۰۰ یې په دولت پورې اړه لري چې ټولټال ۱۵۰ ملیونه ډالره پانګونه یې پهکې کړې ده.
د دوی د معلوماتو له مخې اوسمهال، ۲۶ ولایتونه له فایبر نوري سره وصل شوي او یوازي ۹ ولایتونه د امنیتي ستوتزو له امله له یادې شبکې سره نهدي وصل چې د دې کار په بشپړېدو سره به انټرنټي اسانتياوي نور هم ډېرې شي.