"مادر بلند شو" یا مورې پاڅه هغه غږ چې افغان ټولنیزې شبکې پرې ډکې دي

Your browser doesn’t support HTML5

د دوو هغو ماشومو نجونو انځورونو چې یکشنبه په کابل ښار کې تر یوې چاودنې وروسته د خپلې ټپي مور سر ته ولاړې دي دا څو ورځې په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو خلکو پام وراړولی دی. د فیسبوک او نورو شبکو کاروونکو د ویډیو په شریکولو سره پر ملکیانو د ترهګریزو بریدونو له ترسراوي خپله غصه او خپګان څرګند کړی.