مکسیکو د 'کووېډ-۱۹' ضد د روسیې واکسین لومړنۍ بسته ترلاسه کوي

ارشیف، د روسیې سپوتنیک-وي کرونا ویروس ضد واکسین

مکسیکو وایي، د 'کووېډ-۱۹' ضد د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین لومړني پېټي به بل سبا د فبرورۍ په ۲۰مه دې هېواد ته ورسېږي.

د دې هېواد د روغتیا مرستیال وزیر هوګو لوپیزګاتیل پرون چهارشنبه وویل چې حکومت له روسیې د دغه واکسین د ۲۴ ملیون دوزه له پېرلو سره موافقه کړې ده.

د هغې څېړنې له مخې چې روانه میاشت په لانسیت روغتیایي ژورنال کې خپره شوې، د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د روسیې د سپوتنیک-وي واکسین مؤثریت څه باندې ۹۱ سلنه چې د لوېدیځ له‌خوا د تولید شویو واکسینونو معادل ده، ښودل شوی.

په مکسیکو کې په تېره ډسمبر میاشت کې روغتیایي کارکوونکو ته د فایزرـبایو ان تیک واکسین شاوخوا ۷۲۶ زره ‌دوزه تطبیق شوی و.

دې هېواد وروسته له هغې چې د استرازینیکا واکسین شاوخوا اته لکه او ۶۰ زره دوزه ترلاسه کړ، پرون چهارشنبه‌یې له ۶۰ کلونو زیات عمر لرونکو ته د واکسین ورکولو بهیر هم پیل کړ.