د پروان په مرکز چارېکارو کې پر یوه رنجر موټر د مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د امنیتي چارواکو په وینا دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې په چارېکارو کې دولتي پوهنتون ته څېرمه شوې ده.
د پروان د دولتي روغتون رئیس قاسم سنګین ازادي راډیو ته وویل چې له دغې پېښې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي مړی او شپږ تنه ملکي ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي دي.
د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.
دا په وروستیو څو ورځو کې په پروان کې د مقناطیسي ماینونو څلورمه چاودنه ده چې د دې ولایت په اوسېدونکو کې یې اندېښنې زیاتې کړې دي.