د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا د افغانستان بانک د تازه پرېکړې په غبرګون کې د راتلونکې اوونۍ له شنبې ورځ په ټول هېواد کې کار بندیز اعلان کړ.
د دې شورا مسولین وايي، تر هغې چې مرکزي بانک او مالیې وزارت د صرافانو د جوازونو او مالیو برخه کې رغنده ګامونه پورته نه کړي، خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.
په دې اړه نور:
د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړد دې شورا ویاند هاشم روضوي ازادي راډيو ته وویل: "لومړنی دلیل چې د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا خپلې ټولې صرافیانې بندي کړي، هغه د مرکزي بانک له خوا په اجباري ډول صرافیانو ته د شرکتي جوازونو ویش دی او بله خبره، د ټولو انفرادي صرافیانو د جوازونو لغوه کول دي چې له دې کار سره شااوخوا ۴۰۰۰ صرافیانې چې په هر یوه کې یې څلور پنځه کسه کار کوي بې کاره کېږي. د افغان حکومت رهبري او مالیې وزارت باید دې ستونزې ته جدي پام وکړي."
د افغانستان بانک د صرافانو د سرتاسري شورا د وروستۍ پرېکړې په اړه له خبرو کولو ډډه کوي.
ښاغلی روضوي وايي، تر هغې چې یې غوښتنې نه وي منل شوي خپل کاربندیز ته به دوام ورکوي.
د دې شورا له لوري یوه اعلامیه هم چې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) خپره شوې په کې ویل شوي، د افغانستان بانک دې ژر تر ژره د صرافیانو د جوازونو د تمدید په برخه کې لاس په کار شي.
په دې اعلامیه کې له مرکزي بانکه غوښتنه شوې چې د ټولو لاسي صرافانو فعالیت باید په ټولو ولایتونو او د صرافیو په لویو مارکیټونو کې قانوني او مقرره یې باید د تطبیق وړ شي.
د اعلامیې په یوه برخه کې د افغانستان ټولو صرافیو ته خبرداری ورکړل شوی چې د بلې پریکړې پورې باید ټول پولي خدمات په ټپه ودروي او که څوک له دې پریکړې سرغړونه کوي د صرافانو د سرتاسري شورا د کړنلارې له مخې به ورسره چلند کېږي.
ښاغلی نوښت وايي،د افغانستان د ماليې وزارت، له ټولو مالیه ورکوونکو څخه د قانون له مخې یو شان مالیه راټولوي
که څه هم د افغانستان بانک د صرافانو دې غوښتنو ځواب نه وايي، خو د مالیې وزارت د صرافانو بله غوښتنه چې د مالیو د ورکړې برخه کې دې توازن رامنځته شي.
د دې وزارت د رسنیو برخې امر فرید نوښت زیاتوي: "د افغانستان د ماليې وزارت، له ټولو مالیه ورکوونکو څخه د قانون له مخې یو شان مالیه راټولوي او دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نشته، که څوک دې برخه کې ستونزه لري مالیې وزارت ته دې راشي، غوښتنې به یې د قانون سره سم حل شي."
د افغانستان د صرافانو سرتاسرِي شورا په داسې حال کې په ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړ چې د افغانستان ولسي جرګې لا هم د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه نه ده تصویب کړې ده.
په دې اړه نور:
د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې سند د درېیم ځل لپاره ولسي جرګې ته استول کېږيد اقتصادې چارو پوهان وایي، افغان حکومت باید دواړو ستونزو د حل لپاره جدي هڅې وکړي، که نه بدې اقتصادي پایلې درلودای شي.