د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي نوالني پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې یو وار بیا د لاريونونو لپاره واټونو ته راووځي.
ده دا غوښتنه په داسې وخت کې وکړه، چې حکومتي چارواکو د کریملین د منتقدانو ځپلو ته دوام ورکړی او په واټونو کې یې د مظاهرو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.
ده لیکلي:"راووځئ، له هیڅ شي مه ډارېږئ. هیڅوک په داسې هېواد کې ژوند نه غواړي چې هلته ظلم او فساد وي. اکثریت زموږ په خوا دی."
نوالني او ملګري یې غواړي، چې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۳۱ نېټه عمومي مظاهرې وکړي.
تېره اوونۍ هم د روسیې په لسګونو ښارونو کې مظاهرې شوې وې چې د پولیسو له زورزیایتو سره سره زرګونو کسانو پکې برخه واخیسته.
پولیسو شاوخوا ۴ زره مظاهره چیان نیولي هم دي.
نوالني د جنورۍ په اوولسمه له جرمني څخه خپل هیواد ته له ستنېدو سره سم ونیول شو.
دی جرمني ته د درملنې لپاره تللی و.
دی د اګسټ په میاشت کې د نوویچوک په کیمیاوي موادو مسموم شو.
وروسته تر دې چې په هاګ کې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان دا تاييد کړه، چې د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني مسموم شوی دی، جرمني او فرانسې پر اروپایي ټولنې غږ وکړ چې پر هغو کسانو بندیزونه ولګوي چې په انفرادي ډول په دې پېښه کې لاس لري.
روسیې ویلي، چې په دې پېښه کې لاس نهلري خو په دې برخه کې یې د نړیوالو له فشار سره سره له جنایي تحقیقاتو سره مخالفت کړی دی.