چارواکي: غزني او بغلان کې ۱۹ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، غزني کې د افغان ځواکونو عملیات

د ۲۰۳ تندر قول اردو د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو د په شا تمبولو او دې ډلې ته د درنې مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

د دې قول اردو د مطبوعاتو د برخې مسؤل ایمل خان مومند رسنیو ته په یوه صوتي پیغام کې ویلي: "تېره شپه ترهګرو طالبانو د غزني ولايت د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «چوک زردالو» سیمه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پوستو ډله‌ییز بریدونه وکړل. دغه بریدونه د ګډو دفاعي، امنیتي او هوایي ځواکونو د کلک غبرګون په پایله کې په مکمل ډول د ماتې سره مخ او په شا وتمبول شول چې د ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو د متقابلو ډزو په پایله کې ۱۳ تنه طالبان وژل شوي او د یوه ډل‌مشر په ګډون‌یې ۹ تنه ټپيان شوي."

د ښاغلي مومند په وینا د افغان ځواکونو د متقابلو بریدونو په پایله کې دغه‌راز یو اندازه وسلې او مهمات او د څو تنو طالبانو جسدونه چې د جګړې په ډګر پاتې و د دفاغي ځواکونو لاسته ورغلي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې د بغلان امنیتي چارواکي د دې ولایت او پلخمري د لویې لارې په اوږدو کې د افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د ۶ طالبانو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د بغلان امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې دغه‌راز ویلي چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه ماین خښوونکي هم شامل دي.

هغه ویلي دغه نښتې هغه مهال پیل شوې چې افغان ځواکونو د دې لارې په اوږدو کې پنځه امنیتي پوستې اچولې او طالبانو یې د مخنیوي هڅې وکړې.