ناوالني د راستنېدو پرمهال د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو
Your browser doesn’t support HTML5
د روسیې د حکومت د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د یکشنبې په ورځ له جرمني د راستنېدو پرمهال په مسکو کې ونیول شو. هغه له مسمومېدو وروسته چې په نتیجه کې یې مرګ ته نژدې شوی و، شاوخوا شپر میاشتې د علاج لپاره په برلین کې تېرې کړې.