کرکټ؛ د اسټرالیا او هند ترمنځ د ټېسټ سیالۍ روانه ده

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په سېډني کې د اسټرالیا او هند د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالیو درېیمه لوبه روانه ده.

پچه اسټرالیا ګټلې او د توپ وهنې پریکړه یې کړې.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه اسټرالیا او دوهمه يې هندوستان ګټلې ده.

ټاکل شوې چې د دې لړۍ وروستۍ ټېسټ لوبه د روانې میلادي میاشتې په ۱۵ مه نېټه ترسره شي.