د جولیان اسانژ په اړه مکسیکو د بریتانیا د یوې پریکړې هرکلی کړی

د ویکيلیکس وېب پاڼې بنسټ ایښودونکی جولیان اسانژ

د مکسیکو ولسمشر د بریتانیا د یوې محکمې د دې پریکړې هرکلی کړی دی چې د امریکا د متحد ایالتونو له لوري یې د ویکيلیکس وېب پاڼې د بنسټ ایښودونکي جولیان اسانژ د ورسپارلو وړاندیز رد کړی دی.

اندریس منویل لویز په مکسیکو سیټي کې خبرې غونډې ته وویل: "دا د عدالت یوه بریا ده. زه یې هرکلی کوم چې بریتانیا دغه ډول پریکړه کوي، ځکه چې جولیان اسانژ یو خبریال دی. زه به له بهرنیو چارو وزیره وغواړم چې د انګلستان له دولت څخه د اسانژ د خوشې کېدو او د مکسیکو د دې وړاندیز لپاره هڅې وکړي چې هغه ته سیاسي پناه ورکړو. موږ د پناه ورکولو لپاره چمتوالی نیسو."

په لندن کې د محکمې قاضي ونیسا برایتزر د دوشنبې په ورځ وویل، جولیان اسانژ د ژور خپګان په ناروغۍ اخته دی او امریکا ته د هغه ورسپارل مناسب نه دي.

اسانژ نهه څلویښت کلن دی، په دوه زره لسم کال کې یې د امریکا د متحد ایالتونو په زرګونو دولتي او نظامي پټ اسرار په خپله وېب پاڼه کې خپاره کړل.

دی په امریکا کې د جاسوسۍ او د پټو اسنادو د خپرېدو په تور تورن شوی دی.